پر عامه ځایونو برید د اسلام او انسانیت خلاف عمل دی / بریالی ویاړ

comments 0

متدینو او درنو هیوادوالو:
د اسلام ، انسانیت، سولې او ثبات دښمنانو یو ځل بیا هم د افغان مظلوم ولس پر وړانډې خپله دښمنۍ او له کرکې ډګه څیره راڅرګنده کړه او د خپلو تیرو جنایتونو په درشل کې یې تیره ورځ له غرمې مخکې د ملی وحدت شهید استاد عبدالعلی مزاری د پنځه ویشتم تلین پر مراسمو چې د کابل ښار د شپږمې ناحیي په اړوندو کې د شهید استاد عبدالعلی مزاری په مصلی کې دګن شمیر سیاستوالو او زرګونو تنه نورو هیوادوالو په ګډون جوړه شوي وه ترهګریز برید تر سره کړ چې د دغه جنایت او نه بښوونکي کړنې په ترڅ کې زمونږ په لسګونو تنه مظلوم او بی ګناه هیوادوال شهیدان او ټپیان شول او بیا یې هم زمونږ په لسګونو کورنۍ د خپلو عزیزانو د غم په ټغر کښینولي ، چې د یاد برید پړه د داعش ترهګری او انسان وژونکي ډلي په غاړه اخیستي ده.
چې له هر څه د مخه د دغې خونړۍ او دردونکي پیښي شهیدانو ته د لوی څښتن تعالی له بارګاه څخه د جنت فردوس او ټپیانو ته یې عاجله شفاء او د پیښي عاملینو ته د جهنم غوښتنه کوو، الله تعالی دی د افغانستان د مظلوم ولس دښمنان په خپل قهر او عذاب کې اخته کړي، څنګه چې الله تعالی فرمایلي: وَ مَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِناً مُتَعَمِّداً فَجَزاؤُهُ جَهَنَّمُ خالِداً فيها وَ غَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَ لَعَنَهُ وَ أَعَدَّ لَهُ عَذاباً عَظيماً نساء/۶۳.
خو له بده مرغه چې داعش او … تر نامه لاندې ترهګریزی کړۍ تل دغه شان ناخوالی او کرغیړنی پیښی زمونږ د کړیدلی ولس پر وړاندې ترسره کړی او د افغانانو په وژلو یې خپل باداران خوشحاله کړي ، افسوس پداسی افغان چې د پردیو اهدافو په خاطر له مظلومو افغانانو نه قربانی اخلی او بیا د جهاد نوم ورکوی حال داچې د اسلام مقدس دین هیچاته اجازه نه ورکوي ترڅو د یو بیګناه او بی دفاع انسان ژوند ته زیان ورسوی. ولی بد بختانه چې دغې ترهګری ډلي ته د یو انسان ژوند اصلاْ هیڅ راز اهمیت نلری ، نو له دې امله دا خپل دینی مسوولیت بولو ترڅو افغان ولس د دغي اسلام دښمنه کړیو په ماهیت خبر او هغوی وپوهوو چې داعش او ورته نورې هغه افراطي ډلي دي چې د اسلام د بدنامولو په موخه فعالیت کوي اعمال او کړنلاره یې اسلامي دساتیرو سره هیڅ راز تړاو نلري بلکې په ټکر کې دي، نو لازمه ده چې د دغو انسان وژونکو ډلو د کړنو د مخنیوي او ځپلو لپاره د خپل ځان او ولس د خلاصون په موخه له خپلو امنیتي ځواکونو سره مرسته او ملاتړ وکړو.
د ترهګرو لخوا په جوماتونو، غونډو، لاریون کوونکو او … باندې د بریدونو په ترسره کولو سره په دې لټه کې دي تر څو د دغه غیر اسلامي او غیر انسانی جنایت تر څنګ قومي او سیاسی تاوتریخوالې ته لمن ووهي، دغه شان کړنې دا په ډاګه کوي چې تروریزم مرز، قوم، مذهب، ژبه، سمت او … نه پیژني، نو د مقدسه ځایونو او عوام خلکو په نښه کولو سره غواړي تر څو د خلکو په منځ کې د ویري او وحشت فضا را منځته کړي.
دا یو څرګند حقیقت دی چې د اسلام او انسانیت د دښمنانو دغه ډول کړني د اسلام او انسانیت ضد عمل دی او عاملین به یې د الله جل جلاله د حکم پر بنست د جهنم په سرو لمبو کې سوزیږی او ابدالابد به په جهنم کی اوسیږی او د افغانستان شریف ولس دی یقین ولري چې د الله جل جلاله د ژمني مطابق ، حق تل بریالی دی او انشالله ترهګر به زر ترزره له منځه ځي او له خدای (ج) نه خواست کوو نور مو په ګران هیواد افغانستان کې یوه سراسری سوله او ثبات قایم او نور د جګړي او انتحار له شر نه مو مظلوم او ګړیدلي ولس ته خلاصون ورکړي .

Comments