پر طالب ترهګرو د لايزري بمونو د کارولو په اړه نوي جزييات

comments 0

هندوکش ـ کابل: په روان کال کې د افغان ځواکونو له پياوړتيا سره سم هوايي ځواکونه په ليزري بمونو هم سمبال شوي دي.

اوس اوس امریکا ددي بمونو د کارونې په تړاو نوي جزييات رسنيز کړي دي.

امریکا ويلي دي چې تیر کال افغان ځواکونو ددې بمونو د کارونې وس نه لاره خو سږ کال يي نه يوازې کاروي بلکه په الوتکه کې ځای پر ځای کول او اماده کول يي هم په ډيره آسانۍ سره ترسره کولای شي.

دوی وايي چې تر اوسه افغان ځواکونو په دیرشو ماموریتونو کې پنځوس لایزري بمونه پر طالب ترهګرو کارولي دي.

امریکايي قومندان جنرال جسټن ويلمز وایي چې د افغان ځواکونو له لوري ددې بمونو بريالۍ کارونه بې سارې ده.

نوموړی وايي چې په ټولو قول اردوګانو کې افغان ځواکونه په ډيرې آسانۍ ياد بمونه اماده، په الوتکه کې ځای پر ځای او کارولی شي.

بلخوا پيلوټان وايي چې دوی ته لایزري بمونو ډيرې آسانتياوې برابرې کړي.

يو تن پيلوټ وویل:« دښمن تل د ملکي خلکو په منځ، کورونو او بازارونو کې پټيږي چې که ستر بمونه وکاروو ولسي تلفات به لري نو لايزري بمونه له موږ سره مرسته کوي چې د زرو تنو په منځ کې يوازې يو کس په نښه کړو.

هغه وايي چې دوی په څو ځايونو کې د طالبانو ډله ایز مراکز هم په دې بمونو په نښه کړي دي چې ډيره تاثير يي لرلی دی.

 

Comments