پر طالبانو سخته ورځ:رحيم الله افغان

comments 0

وروسته له هغې چې پر طالبانو هوایي بریدونه زیات شوي، ورسره سم طالبانو هم خپل تکتیک بدل کړی او د ملکي وګړو سپر کولو ته یې تر پخوا زیاته مخه کړې.

طالبان پرته له دې هم ملکي وګړي د سپر په توګه کارولي، له کورنو یې ورته د سنګر کار اخیستی او په سخته شیبه کې یې کورونو کې ځانونه هم پټ کړي، خو اوس چې تر پخوا له زیات فشار لاندې دي، په نورو برخو کې هم له ملکي وګړو کار اخلي.

طالبانو تازه د کندز په چاردرې ولسوالۍ کې هغه مهال ملکي وګړي د هوایي بریدونو قرباني کړل چې افغان او بهرنیو ځواکونو ۶۰ طالبان په څو بریدونو کې ووژل او د وژل شویو د جسدونو د انتقال لپاره یې ملکي وګړي په زور ولیږل.

هوایي ځواک د جګړې په لومړۍ کرښه کې راټول شویو باندې بیا د طالبانو فکر کړی او په نښه کړي یې دي، چې ملکي وګړي هم پکې وژل شوي دي.

طالبانو دا کار قصدا داسې وکړ، ځکه پوهیدل چې هوایي ځواکونه به د مړو په انتقال پرې بل برید کوي، نو که ملکیان ووژل شي، دوی به ترې په تبلیغاتو کې کار واخلي.

د چاردرې اوسیدونکي چې د پېښې عیني شاهدان دي، اعتراف کړی چې طالبانو باندې له بریدونو وروسته طالبان کور په کور ګرځیدل او خلک یې په زور راوویستل چې د دوی مړي له سیمې راپورته کړي.

هغه کسانو چې د طالبانو له دې امر انکار کړی، وضعیت یې ورته له مرګ بدتر کړی دی او هغه چې په زور یې د جګړې سیمې ته ولیږل، ځینې یې وژل شوي او ټپيان دي.

طالبان له یو طرف خپل هدف ته ورسیدل، خو په دې بریالي نه شول چې دا موضوع له خلکو پټه کړي، ځکه ځایي خلکو اعتراف وکړ چې طالبانو په زور خلک د مرګ خولې ته ورټیل وهلي دي.

طالبان اوس په هوایي بریدونو تر سخت فشار لاندې دي او نه شي کولای ډله ییز بریدونه وکړي او څو ساعته او څو ورځنی بریدونو ته دوام ورکړي، طالبان په یو ځای نه شي راټولیدلی، ځکه اوس افغان او بهرني ځواکونو یې پروړاندې جدي دي او هر ځای یې چې په نښه کړي له منځه یې وړي.

پخوا هم هوایي ځواک و، خو ځینو وختونو کې به د مصلحتونو په اساس چې طالبان به ګنې د سولې پروسې سره یو ځای شي، هوایي بریدونه پرې نه کیدل.

اوس چې طالبان د سولې له هر ډول خبرو تېښته کوي او افغان وژنې ته یې دوام ورکړی، د افغان ځواکونو بریدونو یې وضعیت خراب کړی او له ملکي وګړو زیات کار اخلي چې ځان پرې وساتي او هغوی ووژني.

Comments

Leave a Reply