پر طالبانو د برید ویډیو هر څه په ډاګه کړل/ سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

د کندز په دشت ارچي کې د طالبانو په یو مرکز له برید څو شیبې وروسته طالبانو اعلامیه خپره کړه چې ګنې برید د مدرسې په هغو ماشومانو شوی چې د فضلیت دستارونه ور په سر کیدل، خو په لومړي سر کې د برید په تړاو افغان دولت مالومات ورکړل چې د برید د طالبانو په یو مهم مرکز شوی چې لسګونه مهم طالبان پکې وژل شوي او ټپيان دي.
طالبانو اعلامیه باندې بیړه وکړه او ژر یې د دې لپاره خپره کړه چې ډير سخت ګوزار یې لیدلی و او مهم کسان یې له لاسه ورکړي و، خو طالبان په فریبانه تبلیغاتو ځینې پلویان پیدا کړل چې ګنې برید رښتیا هم د مدرسې په طالبانو شوی دی.
دا سمه ده چې په برید کې به څو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اووښتې وي، خو دا چې برید په چا شوی اوڅوک په کې وژل شوي د سه شنبې په ورځ د ملي دفاع وزارت په خپره شوې ویډیو کې روښانه شول.
د ملي دفاع وزارت د کشفي طیارې ویډیو چې د سهار له اوه بجو پيل شوې تر یوې بجې یې د طالبانو دا مرکز څارلی چې لوړپوړي طالب مشران غونډې ته راځي او د غونډې لپاره هر ډول تیاریانې نیول شوي چې وسله وال کسان پکې ډاګیز ښکاري.
طالبانو دې غونډې ته ملکي خلک هم دعوت کړي و چې ماشومان هم پکې شامل وی، طالبانو دا کار د دې لپاره کړی و چې د ملکي خلکو څخه د سپر په توګه کار واخلي، دا د طالبانو لومړی ځل نه دی چې د ملکي خلکو په منځ کې غونډې کوي، بلکې هر کله د ملکي خلکو په منځ کې ځای نیسي او هیڅ ځای داسې نه راټولیږي چې ملکي خلک پکې نه وي.
ویډو چې پنځه ساعتونه کشفي الوتکې ثبت کړې ښکاري چې د برید لپاره موقع لټوي چې کله ټول طالب مشران غونډې ته راشي او غونډه پیل شي، نو هغه مهال پرې دوه هوايي بریدونه کیږي او د غونډې هغه ځای په نخښه کوي چې طالب مشران پکې ناست دي.
دا برید د طالبانو لپاره سخت ګوزار و چې مهم مشران یې پکې له لاسه ورکړل او یوه مهمه غونډه او پلان یې له منځه لاړ، په دې برید کې د لومړنیو مالوماتو له مخې شل لوړپوړي طالب مشران وژل شي او لږ تر لږه پنځلس نور ټپيان دي.
د برید له سیمې دیرش ټپيآن د کندز حوزوي روغتون ته وروړل شوي چې په ټپيآن کې له نیمایي زیات په ډزو ټپيان شوي او هیڅ داسې نښانې پرې نه ښکاري چې وښيي، ماشومان دې د برید له کبله ټپیان شوي وي، د ملي دفاع وزارت د مالوماتو له مخې له برید وروسته وسله والو طالبانو په خلکو ډزې کړي او د دې لپاره چې په برید کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله لوړه شي، زیات کسان یې په ډزو ویشتلي دي.
د برید له سیمې وروسته خپرې شوې ویډیوګانې چې په موبایلونو شوي دي، ښکاره کوي چې طالبان د خپلو مشرانو جنازې کوي او ډیر زیات خفه دي چې لوړپوړي مشران یې له لاسه ورکړي دي.
طالبانو د دې برید لپاره پراخ تبلیغات وکړل چې برید په دیني مدرسه شوی دی، خو د ملي دفاع وزارت وروستۍ ویډیو هر څه په ډاګه کړل چې برید په مدرسه نه بلکې د طالبانو پر یوې داسې مهمې غونډې شوی چې د شمال شرق شورا ټول مشران پکې موجود و.
طالبانو ځکه دا برید په مدرسه وباله چې خلک د دولتي ځواکونو پروړاندې راوپاروي او خپله ماتې پټه کړي، خو افغان ځواکونه اوس له داسې ټکنالوجۍ برخمن دي چې کولای شي، هر ځای او هر کله د طالبانو لوی غونډې په نخښه او طالب مشران پکې له منځه یوسي.
انشاءالله د طالبانو ماتې حتمي ده او نور به افغانان د دې سرطان له دانې خلاصیږي او دا خاوره به د طالب له ناولي قدم څخه پاکیږي.

Share this page to Telegram

Comments