پر طالبانو خپل ماین چاودلی

comments 0

هندوکش_   کندز : راپورونه وایي، کندز کې طالبان خپل ماین وژلي دي.

د کندز امنیه قومنداني وایي، نن سهار د چاردرې ولسوالۍ اړوند سیمه کې پر طالبانو هغه ماین چاودلی چې غوښتل یې سړک کې يې ځای په ځای کړي.

امنیه قومندانۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکي چې چاودیدونکي توکي بوشکه کې ځای په ځای شوي و چې د افغان ځواکونو لپاره ځای په ځای کیدل.

په دې ماین چاودنه کې پنځه طالبان وژل شوي چې یو سرګروپ پکې هم شامل دی.

طالبانو دا ماینونه ډیر کله پر ملکي وګړو هم چاودنه کوي چې بیا یې مسوولیت نه مني.

نجیبه سروری

Comments