پر شمشاد ټلويزيون ترهګریز بريد په ملی او نړۍ واله کچه وغندل شو

comments 0

هندوکش ـ کابل: پرون سهار مهال دوو تنو ترهګرو د شمشاد په نوم پر يو خصوصي مخکښ ټلویزيون باندې وسله وال بريد وکړ.

په دې بريد کې ددې ټلویزيون يو ساتونکی شهيد شو او ۲۵ تنه نور چې ددې ټلویزيون کارکونکي وو ټپيان شول.

پر شمشاد د ترهګرو دا بريد چې تر دې دمه يي ښکاره کومې وسله والې ډلې مسوليت پر غاړه نه دی اخيستی خو ډيرو دا بريد دطالبانو کار بللی دی په ملي او نړۍ واله کچه غندل شوی دی.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې پر شمشاد بريد جنايت او د بیان پر آزادۍ بريد بلل شوی دی.

د ارګ په خبرپاڼه کې ددې ټلویزيون له کارکونکو او ددوی له کورنیو سره ولسمشر خپل زړه سوی وړاندې کړی دی.

اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله هم دا بريد د بيان پر آزادۍ او ملي هويت بريد بللی دی.

په نړۍ واله کچه اروپايي ټولنې او امریکا هم دا بريد غندلی دی او ترهګر يي د بیان د ازادۍ دښمنان بللي دي.

په ټولنیزو پاڼو کې هم يو زيات شمېر افغانانو ددې ټلويزيون پر کارکونکو بريد غندلی دی او له ټپيانو سره يي د خپلې همدردۍ مراتب شريک کړي دي.

يو زیات شمېر خلکو ويلي دي چې ترهګرو ته د دوی د شوق او ذوق پر ضد هر ډول خپرونې د منلو نه دي.

په هیواد کې د ننه له رسنیو د ملاتړ ادارو، قومي، ټولنیزو او سيمه ایزو شوراګانو او قومي مخورو  هم دا بريد غندلی دی.

همد راز له پرون را هیسې په سلګونو افغان ځوانان، روڼ اندي، قلموال او سياستوال ددې ټلويزيون مرکزي دفتر ته ورغلي دي او له دوی سره يي خپل ملاتړ ښودلی دی.

بلخوا د شمشاد ټلويزیون مسولین هم وايي چې ورته بريدونه به يي د بیان د آزادۍ شته جذبه کمزورې نشي کړای بلکه برعکس به ورته بريدونه دوی نور هم پياوړي کړي.

په ټول کې له شمشاد سره د ولسي زړه سوي تر څنګ د افغان ځواکونو ميړانه هم ستايل شوې ځکه ځانګړو ځواکونو په لنډ وخت کې په داسې يو ځای کې ترهګر وځپل چې دې ورانکارو غوښتل يو زیات شمېر کورنۍ د وير پر ټغر کينوي.

په ټولنیزو پاڼو کې د شمشاد ټلويزيون د بريد تر څنګ ورسره يو ځای د افغان سرتیرو د  پرونۍ سوبې يادونه کيږي او هر سړی دا مني چې اوس افغان ځانګړي ځواکونه په لنډ وخت کې د هر ډول وحشت مخنیوی کولای شي.

سپوږمۍ ـ پوپلزۍ ـ کابل

Comments

Leave a Reply