پر سعودي توغندیز بریدونه شوي

comments 0

هندوکش – سعودي: سعودي ادعا وکړه چې پر پلازمینې ریاض دوه توغندي توغول شوي دي.
د سعودي چارواکي وايي د توغندي ضد سیسټم لري او دواړه یې په هوا کې خنثی کړي دي.
دغو چارواکو تور لګولی چې توغندي یو ځل بیا له ګاونډې هیواد یمن له لوري پر ریاض توغول شوي دي.
پر ریاض د یمن له لوري توغنديز بریدونه وروسته له هغې کیږي چې ایتلافي ځواکونو پر هوثیانو هوايي بریدونه پیل کړي دي.
سعودي عربستان له ۲۰۱۵ کال راهیسې د یمن د رسمي حکومت ملاتړ کوي او له هوثيانو سره جنګیږي.
محمد امان دوران

Comments