پر سرحدونو د تمرکز لپاره له نوې ټکنالوژۍ کار اخېستل کیږي

comments 0

هندودکش ـ کابل: د افغانستان ملي امنیت شورا وايي، د سرحدونو ښه پوښښ په موخه یې پر یوې نوې پالیسۍ کار پيل کړی چي له مخې به یې پر سرحدونو تمرکز زيات شي څو د قاچاق وړونکو او ترهګرو ډلو د تګ راتګ مخه ونیول شي.
ولسمشرۍ ماڼۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب په دې اړه مالومات تېره شپه د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډې ته وړاندې کړل.
د ارګ په خبرپاڼه کې د حمدالله محب له قوله ویل شوي: «ملي امنیت شورا د سرحدونو د امنیت تامین په خاطر پر یوې پالیسۍ کار کوي چې د ټکنالوژۍ نویو ظرفیتونو او د خلکو ملاتړ ته په پام به، د سرحدونو امنیت زیات تامین شي.»
د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر غني د سرحدونو ښه پوښښ په موخه له ټکنالوژۍ څخه په استفادې د ملي امنیت شورا نوې پالیسۍ د هرکلي ترڅنګ وویل، د سرحدونو په پوښښ کې له نوې ټکنالوژۍ څخه په استفادې به د قاچاق وړونکو او تروریستانو د تګ راتګ مخنیوی وشي.
د سرحدي سیمو د ښه پوښښ په موخه دا پالیسي داسې مهال رامنځته کېږي چې ډيورنډ کرښې ته څېرمه او د هېواد له نورو سرحدي ولسوالیو څخه تر ډېره د وسلوالو طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر تګ راتګ سربېره له دې لارو د قاچاقي توکو د لیږد رالیږد په هدف هم استفاده کېږي.
عبید رادپور

Comments