پر درمسال د ترهګرو برید / سید عبدالله پاچا

comments 0

د چهارشنبې په ورځ سهار اوه بجې یوه ډله ترهګرو کابل لومړۍ حوزې اړوند سیمه کې د هندوانو او سکهانو په درمسال په داسې حال کې برید وکړ چې په عبادت بوخت و.
ترهګرو لومړی د درمسال ساتونکی وژلی او بیا درمسال ته دننه شوي او عبادت کوونکو باندې یې برید کړی او ځینې یې یرغمل کړي و.
د ترهګرو سپک اعمال له یوې ورځې بلې ته ښکاره کیږي، د اسلام تر نامه لاندې سخت دریځې وحشي ځناور داسې کارونه کوي چې هیڅ مذهب او دین کې ورته اجازه نشته.
سمدستي خو طالبانو د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی، خو طالبانو تر دې وړاندې ان د مسلمانانو عبادت ځایونو باندې بریدونه کړي و.
ستاسو به په یاد وي چې شاهین قول اردو کې یې یو شمېر سرتېري شهیدان کړل، که طالبان د هندوانو پر عبادت ځای د برید مسوولیت نه مني، نو د مسلمانانو عبادت ځای باندې د برید مسوولیت خو یې منلی دی.
که طالبان هر ډول هڅه وکړي چې د دې ډول بریدونو له مسوولیت تيښته وکړي، تيښته ځکه نه شي کولی، چې د طالبانو کار تاوتریخوالی دی، هر هغه ځای چې زیات خلک وژل کیږي، زیاته ګډوډي رامنځ ته کیږي، طالبان همغه کار کوي او همدا کار یې په تېر کې هم کړی دی.
د هر ډول تاوتریخوالي مسوولیت ځکه پر طالبانو دی چې طالبان له سولې تيښته کوي او د تاوتریخوالي کمیدو باندې سلا نه کوي.
د افغانانو غوښتنه همدا ده چې طالبان دې اوربند وکړي، کله چې اوربند وشي، سوله حتمي کیږي، خو طالبان د خلکو دا غوښتنه ځکه نه مني چې بیا بهرني افغان دښمنه هېوادونه طالبانو ته امکانات نه ورکوي.
طالبانو افغانستان کې د نورو ترهګرو ډلو ته د فعالیت بستر برابر کړی او له کلونو راهیسې افغانان د پردۍ لوبې قرباني ورکوي.
اسلام کې ټول مذهبونه چې د مسلمانانو تر کنټرول لاندې سیمو کې اوسیږي، خوندي دي او اجازه نشته چې بې وسلې خلکو باندې برید وشي.
خو ترهګرو چې د اسلام ټولې پولې ماتې کړي دي، په هیڅ کار باندې رایسار نه دي او هر هغه کار کوي چې د بهرنیو استخباراتو په کې ګټه وي.
جاهل کسان چې په کاذبو تبلیغاتو تېر ایستل شوي وی، د داسې بریدونو لپاره چمتو کیږي او له ځان تیریږي.
دا ډول کسان چې نه دیني او نه هم عصري زده کړې لري، د هر چا وژل ورته جنت ته د تللو لار ښکاري او د حورو په حوس کې خپل ځان او نور خلک وژني.
له نیکه مرغه افغان ځواکونو په وخت اقدام کړی، ترهګر یې محاصره کړي او زیات هندو او سکهـ مذهبه عبادت کوونکي یې د پېښې له ځایه روغ ژغورلي دي.
ترهګر به په دې او هغه دنیا باندې ذلیله او تور مخې وي،
په خپلو ځواکونو باور ولرئ، هر ډول ترهګرو سره مبارزه کولی شي او هر ډول ترهګریز بریدونه په وخت قابو کولی شي.

Comments