پر داعش هوایي بریدونه شوي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: ختیځ کې د پوځ مسوولین وایي په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې یي ۱۵ داعش جنګیاليو ته مرګ ژوبله اړولې ده .
له ۲۰۱ سېلاب قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې
تېر مازیګر بهرنیو ځواکونو د ننګرهار غني خېلو ولسوالۍ په ۲۵ مه ویاله سیمه کې هوایي برید کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه برید کې د مسافر قوماندان په ګډون درې داعش وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې تېر مازیګر بهرنیو ځواکونو د کونړولایت څوکۍ ولسوالۍ په بدګوړ سیمه کې پرداعش هوایي برید کړې چې د یاسین قوماندان په ګډون لس داعش وژل شوي دي.
مسوولین وایي چې په دغو بریدونو کې د داعش وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.
فرهاد شهراني

Comments