پر داعش هوايي برید شوی

comments 0

هندوکش – ننګرهار: راپورونه وایي، ننګرهار کې د بې پیلوټه الوتکې برید او د افغان ځواکونو عملیاتو کې څلور داعش او درې طالبان وژل شوي دي.
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، پر داعش وسله والو برید د اچین باندر سیمه کې شوی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وايي، ملي امنیت ځانګړو ځواکونو خوږیاڼو ولسوالۍ مملۍ سیمه کې دعملیاتو په مهال د طالبانو د ماین جوړونې درې ماهرین وژلي او دوه نور شکمن یې نیولي دي.
داعش او طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
فرهاد شهراني

Comments