پر داعش او حقاني شبکې د امنیت سخت ګوزار/ سید عبدالله پاچا

comments 0

رسنیو کې مې هغه ویډیو ولیدله چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د کابل په شمال شکر دره کې هدفي ځانګړي عملیات کړي و چې د داعش او حقاني شبکې یو مهم مرکز یې پکې له منځه وړی و.
دا مرکز د کابل ښار ته تر ټولو لوړ ګواښ و چې ځینې بریدونه یې کړی و او ځینې نورو پلان یې درلوده.
د عبدالعلي مزاري یاد غونډه باندې دشت برچي سیمه کې ډله ییز برید چې لسګونه د غونډې ګډونوال پکې ټپيان شول او یو شمېر نور شهیدان شول.
د دې برید مسوولیت داعش اخیستی و، خو حقانی شبکې يې په اړه څه نه و ویلي، وروسته مالومه شوه چې حقانی شبکه هم په دې برید کې لاس لري.
تر دې برید وروسته د ولسمشر د لوړې پر مراسمو د تهیه مسکن له سیمې راکټي بریدونه وشول چې له نیکه مرغه مرګ ژوبله یې نه درلودله.
دا برید په یو سراچه موټر کې راکټ ځای په ځای شوي و او په ریموټ کنټرول باندې رهبري کیدل.
دغه راز د کابل ښار لومړي حوزې اړوند سیمه کې د هندوانو په یو درمسال برید مسوولیت هم دې ډلې منلې و.
په دې برید کې هم له شلو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اووښتي وه، دا برید په داسې حال کې شوی و چې هندو مذهبي په عبادت بوخت و.
دا ډول وحشي بریدونه یواځې داعش او حقاني ډله کولی شي او هغه وخت افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ژمنه کړې وه چې د دې برید غچ به اخلي.
افغان امنیتي او کشفي ارګانونو غلي نه دي ناست، شپه او ورځ تلاش کوي چې د بریدونو مخه ونیسي او د وحشي دښمن ناانساني پلانونه له منځه یوسي.
برید د شپې له مخې د کشفي راپور په اساس شوی دی، چې په کې پنځه تنه دا داعش او حقاني شبکې وژل شوي او اته نور ټپيان شوي دی.
داعش او حقاني ډله چې مشترک مرکز یې جوړ کړی و، په ډير هنر سره وسلې ځای په ځای کړې وې او داسې يې ښودله چې ګنې دا د عامو خلکو کور دی او هیڅ خبره پکې نشته.
خو مالومه شوه چې دې مرکز کې دومره وسله وه چې فکر کیده د یوې اوږدې جګړې لپاره یې تابیا نیولې وه.
د داعش او حقاني شبکې دې مرکز کې ښځې او ماشومان هم و، هغه ښځې چې له افغان ځواکونو سره یې جګړه کړې هم وژل شوي او او نورې ښځې او ماشومان نیول شوي او دا وخت نظارت خونو کې دي.
پر خپلو ځواکونو باور ولرئ، دا ځواکونه اوس د دې وړتیا لري چې د ترهګرۍ ستر مرکزونه په نښه کړي او له منځه یې یوسي.
زموږ ځانګړي ځواکونه د دې وړتیا لري چې د ځمکې په تل کې هم دښمن پيدا او له منځه یې یوسي.

Comments