پر خلیلزاد د محب نیوکې

comments 0

هندوکش – کابل: د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د سولې په برخه کې پر زلمي خلیلزاد توندې نیوکې کړې.

محب امریکايي خبریالانو ته ویلي، چې خلیلزاد د شخصي ګټو لپاره افغان حکومت د سولې له خبرو څنډې ته کړی.

محب تور پورې کړی چې داسې فکر کوي چې خلیلزاد یا خو نه پوهېږي چې څنګه مذاکرات وکړي او یا ښايي تر شا یې نور لاملونه وي.

د ملي امنیت شورا سلاکار، قطر کې روانې خبرې شفافې نه بولي او زیاته کړې یې ده چې زلمي خلیلزاد په تېر کې هڅې کولی چې ځان ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند کړي.

د هغه په خبره، د سولې په برخه کې یې له روانو هڅو داسې انګیرل کیږي چې هغه غواړي په خپله مشرۍ موقت حکومت رامنځته کړي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments