پر حاجي حیات خان برید غندل شوی دی

comments 0

هندوکش – ننگرهار : ننګرهار کې د کوټ د ولسي پاڅون کوونکو په مشر حاجي حیات خان باندې ځانمرګی برید غندل شوی چې نوموړی پکې له څو ساتونکو سره شهید شوی دی.
ځانمرګي بریدګر تیر مازدیګر ناوخته خپل مازدا موټر ته هغه مهال د جلال اباد تورخم پر لویه لار غازي امان الله خان ښارګوټي سره چاودنه ورکړه چې حاجي حیات خان له جلال اباد څخه کوټ ته روان و.
د ملي امنیت شورا سلاکار او اجرایه ریاست دا برید غندلی دی.
د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر په حاجي حیات خان د برید د غچ اخیستو خبرداری ورکړی دی.
حاجي حیات خان باندې یو کال وړاندې هم پلی ځانمرګی برید شوی و چې دی پکې روغ وتلی و.
فرهاد شهرانی

Comments