پر ترهګرو د بریدونو شمېر زیات شوی

comments 0

هندوکش – کابل: په افغانستان کې له ۲۰۱۰ م کال څخه راپدېخوا په لومړي ځل هوايي بمبارۍ تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي.
د امریکا پوځ مرکزي قوماندې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې یوازې په تېر جولای میاشت کې یې په افغانستان کې ۷۴۶ بمونه اچولي چې له ۲۰۱۰ نومبر میاشتې راپدېخوا تر ټولو لوړه کچه ښکاره کوي.
د خبرپاڼې له مخې، امریکایي ځواکونو په تېر کال کې له څلور زرو درې سوو زیات بمونه اچولي چې په میاشت کې یې شمېر له درې سوو تر اوو سوو رسېېږي.
خو سږ کال بیا د اته میاشتو په موده د هوا له لارې د بمونو اچولو همدغه کچه تر ۳۷۱۴ پورې رسیږي، چې ښایي د کال تر پایه به دا شمېره ډیره لوړه شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments