پر ایران د پاکستان تور

comments 0

هندوکش – پاکستان: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، هغو ترهگرو چې په بلوچستان کې یې ١۴ پاکستاني امنیتي سرتیري وژلي، له ایران نه راغلي وو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي، هیواد یې داسې شواهد لري چې دا بریدګر له پاکستان سره پولې ته نږدې ایران کې ترهګریز مرکزونه لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت همداشان د ایران دولت ته یو لیک استولی او ددغو وسله والو ډلو پر وړاندې یې د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.
ټاکل شوې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان ایران ته رسمي سفر وکړي او دا موضوع به له ایراني چارواکو سره شریکه کړي.
دادان وزیري

Comments