پر امریکا د پاکستان نیوکه

comments 0

هندوکش – پاکستان: د افغان سولې په تړاو د امریکا پر رول یو شمېر پاکستاني سیاستوالو نیوکې کړي دي.
تیره ورځ د پاکستان د حکومت ویاند او د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري، خبریالانو ته ویلي، د زیاتو لګښتونو سره سره امریکا نه ده بریالۍ شوې چې په افغانستان کې سوله او ثبات راولي.
د حقاني شبکې مشر مولوي جلال الدین حقاني له مرګ وروسته پاکستاني سیاستوال وایي، د دغې شبکې شاوخوا درې زره کسان دي او په وینا یې که دوی په افغانستان کې د نا امنیو مسول وي، نو د امریکا د میلیاردونو ډالرو لګول څه مانا، چې تر اوسه نه دي بریالي شوي چې افغانستان ته سوله او ثبات راولي.
خو پاکستان په دې برخه کې ملامت بلل کیږي چې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او په افغانستان کې د جګړې لپاره بشري قوه روزي.
طالبانو منلې چې د حقاني شبکې مشر مولوي جلال الدین حقاني د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوی دی.
د حقاني شبکې د مشر مولوي جلال الدین حقاني د مرګ خبر، اسلام اباد ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پامپیو له سفر یوه ورځ مخکې خپور شو.
دادان وزیري

Comments