پرکانټیننټل برید حقاني شبکې کړی

comments 0

هندوکش – کابل: کورنیو چارو وزارت وايي د کابل پر انټر کانټېننټل هوټل برید د څلورو وسله والو په وژلو پای ته ورسېد او استخباراتي مالومات ښيي چې برید حقاني شبکې کړی.
حقاني شبکه په پاکستان کې خوندي پټنځایونه لري او هغه هېواد یې کلک ملاتړ کوي چې په افغانستان کې جګړه توده وساتي.
کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایي، چې هوټل کې یې د یو څلویښت بهرنیانو په ګډون یو سلو شپیته کسان ژغورلي دي.
د کورنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلې چې په دغه برید کې څلور ملکیان او یو بهرنی وګړی وژل شوي دي .
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply