پرچمن ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال ووژل شو

comments 0

هندوکش – فراه: د فراه امنیه قومنداني وایي، د هوایي برید په پایله کې یې د پرچمن ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نوم ولسوال له ملګرو سره وژلی دی
حافظ عبدالحق د طالبانو مشهور او ظالم ولسوال و چې ډيرو قتلونو کې یې لاس درلود.
عبدالق تېره ورځ مازیګر مهال په یو موټر کې له ملګرو سره له یوې سیمې بلې ته روان و چې د کشفي راپور په اساس په نښه شوی او له ملګرو سره وژل شوی دی.
امنیه قومندانۍ خبرپاڼه لیکي، د طالبانو ولسوال د فراه بالابلوک ولسوالۍ شوز قریه کې په نښه شوی او له منځه وړل شوی دی.
عاطفه مصمم

Comments