پروېز مشرف: له ۲۰۰۱ کال وروسته طالبان موږ منسجم کړل او هغوی د پاکستان اتلان دي

comments 0

هندوکش ــ کابل: د پاکستان پخواني دېکتاتور ولسمشر متقاعد جنرال پروېز مشرف د بریتانیا چاپ ډېلي مېل ورځپاڼې سره په یوه تازه او ځانګړې مرکه کې ویلي تمه لري چې طالبان به د سولې په روانو خبرو کې د پاکستان ګټې خوندي کړي. هغه ویلي چې آی اېس آی د ۲۰۰۱ کال وروسته پاشل شوي طالبان بېرته منسجم کړل او اوس یې باید پاکستان کرېډېټ هم واخلي.« زما حکومت له ۲۰۰۱ کال وروسته پاشل شوي طالبان بېرته منسجم کړل، موږ هغه وخت په افغانستان کې د نوي جوړ شوي دولت چې حامد کرزي یې مشري پر غاړه لرله د کمزوري کېدو په لټه کې وه، دا ځکه چې افغانانو چانس پیدا کړی و، چې خپل هېواد یو ځل بیا مستحکم کړي، دوی له هند سره نېږدې اړیکې لرلې، خو موږ طالبان منسجم کړل اوس له طالبانو تمه لرم چې د پاکستان ګټې به خوندي کړي.»
پروېز مشرف چې له ۱۹۹۹ څخه تر ۲۰۰۸ زیږدیز کال پورې د پاکستان واکمن و ډیلې مېل ته ویلي:« څرګنده ده چې موږ هغه وخت د یو شمېر ډلو په لټه کې وو، تر څو په افغانستان کې خپلې ګټې وساتو، طالبان چې نوي له واک څخه شړل شوي و، موږ په اسانۍ سره وکولای شول د افغان دولت پر ضد یې وسله والې مبارزې ته چمتو کړو، دا یو استخباراتي کار و، زموږ استخبارات اوس هم له طالبانو سره په اړیکه کې دي، په غوڅه توګه هغوی په اړیکه کې دي او باید وو، زموږ لپاره په افغانستان کې د هند ستراتیژیک عمق د منلو ندی.»
ښاغلي مشرف وویل هغه وخت چې دی د پاکستان واکمن و، د خپل هېواد د بقا لپاره يې د طالبانو څخه د ملاتړ ستراتیژي جوړه او عملي کړه.« موږ طالبان تربیه او او مسلح کړل او جګړې ته مو ولېږل، دا هر څه موږ د پاکستان د بقا لپاره کول، طالبانو زما او د پاکستان لپاره اوس هم اتلان دي.»
ښاغلي مشرف وویل پاکستاني واکمن باید کوشش وکړي چې د افغان سولې په پروسه کې د پاکستان ګټې خوندي کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments