پروان کې طالبانو څلور ملکیان وژلي

comments 0

هندوکش ــ پروان: د پروان چارواکي په یوه وسله‌وال برید کې د څلورو ملکي وګړو او د ملي اردو د یوه سرتېري د وژل کېدو خبر ورکوي.
د پروان د امنیه قوماندانۍ سرپرست عبدالواسع رحیمي هندوکش ته وویل چې دغه برید نن سهار مهال د دې ولایت په صیاد ولسوالۍ کې پر یوې امنیتي پوستې وشو.
د ښاغلي رحیمي په وینا په دې برید کې د ملي اردو یو سرتېری او څلور ملکیان چې د سپرلۍ رېکشا یې د پېښې له ځایه د تېرېدو په حال کې وه، ووژل شول.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د وروستي راپور تر مخه وسله والو طالبانو له هر وخت د ملکي کسانو مرګ ژوبله زیاته کړې ده.
عبید رادپور

Comments