پروان کې د ملي امنیت ځواکونو له یوې چاودنې څخه مخنیوی وکړ

comments 0

هندوکش ــ پروان: د پروان ولایت امنیتي چارواکي وایي، تیره ورځ د ملي امنیت ځواکونو د یو لړ کشفي او استخباراتي معلوماتو په اساس ځانګړي عملیات ترسره کړي دي، چې په ترڅ کې یې له چاودیدونکي مواد کشف او له یوې سترې چاودنې څخه یې مخنیوی ترسره کړ.
چارواکي زیاتوي، چې وسلوالو ترهګرو یو شل لېټره بوشکه له چاودیدونکو موادو څخه ډکه کړې وه او غوښتل یې چاودیدونکو موادو ته چاودنه ورکړي او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوي.
عبید رادپور

Comments