پروان کې د سېلابونو له امله ۱۰۰ تنه مړه شوي

comments 0

هندوکش ــ پروان: د پروان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په مرکز چاریکار کې د تیرې شپې سېلابونو له امله په لسګونو تنه مړه شوي او ۱۰۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
د بیړنیو پیښو په چارو کې د دولت د وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي د امریکا غږ ته وویل چې دغو سیلابونو د چاریکار ښار په مختلفو ناحیو کې ۱۰۰ تنه وژلي او ۱۰۰ نور ټپیان کړي دي.
خو دپروان د ملکي روغتون سرطبیب ډاکتر عبدالخلیل حیدري وویل چې ۷۷ مړي او ۱۰۵ ټپیان دغه روغتون ته انتقال شوي دي. هغه زیاته کړه چې دغه شمیرې وروستۍ ندي او ښایي تغییر وکړي.
د پروان ولایت د ویاند مرستیال رحمت الله حیدري هم وویل چې د ژغورونې عملیات روان دي چې په وینا یې کېدای شي ارقام تغیر شي.
بلخوا د افغانستان دفاع وزارت خبر ورکړی چې ټاکل شوې نن د پروان ولایت زیانمنو شوو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ورسېږي.
تر دې مخکې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي و چې په پروان ولایت کې د تېرې شپې سېلابونو له امله تر دامهاله ۷۲ تنه مړه شوي او ۹۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
د روغتیا وزارت وايي چې سېلابونو مرکز چاریکا، عفیان، اتمه، نهمه او دولسمه ناحیې زیاتې ځپلي دي چې په وینا د دغه ولایت د روغتیا ریاست ودانۍ هم تخریب شوې ده.
چهارشنبه پېښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت وویل چې د تیرې شپې راپدېخوا د هیواد په نهو ولایتونو کې د درندو سېلابونو را وتلو له امله په لسګونو تنه مړه شوي او ټپیان شوي دي.
یاد وزارت ویلي چې دغه سېلابونه په پروان، کاپيسا، پنجشېر، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، پکتیکا، نورستان او ننګرهار ولایتونو کې راوتلي دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د معلوماتو په اساس د یادو سېلابونو تر ټولو زیات ځاني او مالي ځیانونه په پروان ولایت کې رسېدلي دي.
د دغه وزارت ویاند وايي چې ژغورونکي ټېمونه له امنیتي ځواکونو سره په ګډه ژغورونکي عملیات پيل کړي دي.
نوموړي زیاته کړه:”نور بنسټونه هم چې هغه کې د پېښو په وړاندې د ولایتي کمېټې غړي هم شامل دي، یو ځای شوي دي د شینوارو ولسوالۍ مواصلاتي لار، سالنګ او د چاریکار داخلي لارې پاکوي،تر څو لارې د ټرافیکو پر مخ خلاصې شي.”
عبید رادپور

Comments