پروان کې دوه نامسووله وسله وال او هرات کې یو حرفوي غل ونیول شول

comments 0

هندوکش ــ پروان: د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د مرکز چاریکار ښار په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې دوه نامسووله وسله وال له دوه میله وسلو، نظامي تجهیزاتو او یو عراده موټرسایکل سره یو ځای نیولي دي.
یادو کسانو د وسله والو غلاوو په بېلابېلو قضیو او همداراز د پروان – کابل پر لار د وسایطو په بریدونو کې لاس درلود.
په همدې حال کې د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو هم د ۱۲ ناحیې په اړوند سیمو کې یو غل له یو میل وسلې سره یو ځای نیولی دی.
عبید رادپور

Comments