پروان کې دوه سوه کورنۍ د بریښنا له ګټې برخمن شول

comments 0

هندوکش – پروان: د بریښنا سب سټیشن پرانیستې غوندې پر مهال د پروان والي ډګر جنرال فضل الدین عیار وویل چې باید پروان کې د بریښنا سب سټیشنونو ساتلو لپاره کلکه پاملرنه وشي.
دا په داسې حال کې ده چې یاد سب سټیشن به د پروان ولایت د جبل السراج ولسوالۍ د سرې کلا کلي 200 اوسیدونکو ته بریښنا چمتو کړي.
د پروان والي زیاته کړه، د خلکو د همکارۍ په صورت کې به په دې ولایت کې کاري فرصتونه او د پام وړ پرمختګ رامنځته شي.
د پروان د بریښنا ریس بیا وویل، چې د سرې کلا د برېښنا پروژه په پروان ولایت کې د حکومت د ۲۴ نابشپړو پروژو له ډلې څخه وه، چې اوس مهال یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
هغه زیاته کړه، چې د پشته سرخ د برېښنا د سب سټېشن په پرانستو سره به ۲۰۰ نورې کورنۍ هم د برېښنا له نعمت څخه برخمنې شي.
د یادونې وړ ده چې حکومت ژمن دې چې په راتلونکي څلورو کلونو کې د افغانستان هر کور د بریښنا له ګټې برخمن کړي.
عبیدا رادپور

Comments