پروان کې دوه تنه د وژنې په تړاو ونیول شول

comments 0

هندوکش ــ پروان: د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو په جبل السراج ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه د وژنې قضیې په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د جبل السراج ولسوالۍ په متک کلي کلي کې د قتل قضیې په تور نیول شوي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې د لازیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټ ته سپارل شوي دي.
عبید رادپور

Comments