پروان ولایت کې دسولې په ملاتړ غوڼده

comments 0

هندوکش – پروان: پروان ولایت کې قومي مشرانو،ځوانانو،مدني فعالانو دیوې سترې غوڼدې په ترڅ کې دسولې له پروسې څخه خپل ملاتړ کړ او له طالبانو یې وغوښتل چې په هېواد کې یو دایمي اوربند وکړي.
دغونډې ګډونوالو په یوه غږ وویل،سوله دهرافغان هیله ده او ددې هیلې دپوره کیدو لپاره باید ټول افغانان سره لاسونه ورکړو ،ترڅو په هېواد کې یوه تل پاتې او دایمي سوله قایمه شي.
دپروان اوسیدونکو او دیني عالمانو له ټولو هېوادوالو غوښتنه وکړه،چې په دسولې له ملي پروسې څخه خپل ملاتړ اعلان کړي.
نجیبه سروري

Comments