پرطالبانو خپل ماین چاودلی

comments 0

هندوکش – لغمان: راپورونه وایي، د لغمان الیشنګ ولسوالۍ کې پر طالبانو خپل ماین چاودنه کړې او دوه تنه یې وژلي دي.
چاودنه تیر ماښام د یادې ولسوالۍ بارکزیو سیمه کې هغه مهال چې غوښتل یې پر لاره ماین ښخ کړي شوې ده.
وژل شوي کسان یو یې سیدا ګل چې د طالبانو سرګروپ او دویم هغه نوم یې انصار ښودل شوی دی.
وژل شویو کسانو به د الینګار اړوند سیمو کې ماینونه خښول چې ډير کله به یې قرباني ملکي وګړي و.
فرهاد شهراني

Comments