پرته له کابل، پنجشیر او ننګرهار ۳۱ ولایتونو کې د شپې ګرځ‌بندیز اعلان شو

comments 0

هندوکش_کابل:وروسته له هغې چې ځینې ولسوالۍ طالبانو لاندې کړې او په لویو ښارونو د برید وېره رامنځته شوه، افغان حکومت نوي اقدامات تر لاس لاندې نیولي دي.د افغانستان په کورنیو چارو وزارت کې یوې باخبرې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي چې له کابل، پنجشیر او ننګرهار ولایتونو پرته به د شپې ګرځېدنې دا بندیز، په پاتې ۳۱ ولایتونو کې د شپې له لسو د سهار تر ۴ بجو پورې وي.سرچینې زیاته کړه، دغه اقدام ښارونو ته د طالبانو د نفوذ مخنیوي په خاطر شوی، خو ویې نه ویل، چې دا پرېکړه له کومې نېټې د اجرا وړ ده؟
په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت وايي، په ډېری ولایتونو کې د طالبانو حملې له ماتې سره مخ شوي او دم ګړۍ افغان امنیتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.
د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان ازادي راډیو ته په لېږل شوي ویډیويي پيغام کې ویلي،د هرې ورځې په تېرېدو افغان امنیتي ځواکونه سیمې نیسي: “د ولسوالیو او په ځانګړي توګه د بندرونو د ازادېدو لپاره ځانګړی پلان شته، افغانان به ډېر ژر په بندرونو کې د بدلون شاهدان واوسي، دغې سیمې به افغان امنیتي ځواکونه یو ځل بیا له طالبانو ازادې کړي.”
د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان ویلي، د هرې ورځې په تېرېدو افغان امنیتي ځواکونه سیمې نیسي
د افغانستان د دفاع وزارت وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې له دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۲۶۴ طالبان وژل شوي او ۱۷۶ نور ټپیان شوي دي.
د دغه وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، دغه طالبان د هېواد، لغمان، ننګرهار، نورستان کونړ، پکتیا، غزني، کندهار، هرات، بلخ، جوزجان، هلمند، کندز او کاپيسا ولایتونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېرو نږدې دوه نیمو میاشتو کې طالبانو له ۱۸۰ د زیاتو ولسوالیو د نیولو ادعا کړې، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د ځینو ولسوالیو مرکزونه یې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره امن ځای ته انتقال کړي چې دا د ولسوالیو د سقوط معنی نه لري.
د افغانستان دفاع وزارت هم دا تاکتیکي شاتګ بللی دی.
تېره اوونۍ د افغانستان دفاع وزارت بیا ویلي وو، ۱۷ ولسوالۍ یې بېرته له طالبانو نیولي دي.
دغه وزارت تېره ورځ اعلان وکړ چې د هرات د کروخ ولسوالۍ یې هم له طالبانو بېرته نیولې ده.
عبید رادپور

Comments