پاکستان یوځل بیا د افغان ګډوالو نیول پیل کړل

comments 0

هندوکش – پښتونخواه: د پاکستان پوليسو د خيبر پښتونخوا په کوهاټ سيمه کې د عملياتو پر مهال ٨٤ افغان کډوال نيولي او په زندان کې يې اچولي دي.

پاکستاني رسنيو خبر ورکړى چې په کوهاټ ښار کې د لسو ورځو لپاره پر ګرځېدو بنديز لګول شوى و، خو پوليسو د ښار له بېلابېلو سيمو له ياد قانونه د سرغړونې په تور ٨٤ افغانان نيولي دي.

سرچينې وايي چې نيول شوي افغان کډوال د بېلابېلو سيمو امنيتي پوستو ته وړل شوي او هلته پرې قضيې ثبت شوې دي چې وروسته به محکمې ته وړاندې کېږي.

د کوهاټ ښار مرستيال کمېشنر احمد محمود ويلي چې په ښار کې امنيتي ګواښونه زيات شوي او په همدې موخه يې افغان کډوالو ته ويلي وو چې له کمپونو دې بهر نه را وځي.

دادان وزیري

Comments