پاکستان کې ۱۵ کسان وژل شوي

comments 0

هندوکش ــ پاکستان: په پاکستان کې د تېلو له یوه ټانکر سره د یوه مسافروړونکي بس د ټکر په پېښه کې ۱۵ کسان مړه شوي دي.
چارواکي وايي چې پېښه د بلوچستان ایالت په قلعه سیف الله ولسوالۍ کې شوې ده.
د قلعه سیف الله ولسوال عتیق الرحمن وویل چې دا ډیزل وړونکی ټانکر په کان مهترزي سیمه کې له مسافروړونکي بس سره ټکر شو، چې په نتیجه کې یې اور واخیست.
ښاغلي عتیق الرحمن وویل، ډېر مړي تراوسه هم نه دي پېژندل شوي. د ملېشه پولیسو یوه چارواکي وویل چې په مړو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شته.
چارواکي وايي، یوازې یوه مسافر د ټکر پرمهال ځان له بس څخه لاندې غورځولی او ژوندی پاتې شوی.
فروزان سیرت

Comments