پاکستان کې چاودنې د پوځیانو په شمول ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

comments 0

هندوکش ــ پاکستان: په پېښور کې د صوبایي اسمبلۍ اؤ ایالتي محکمې مخې ته په یوه رکشه کې د چاودنې له امله ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دپېښور دپولیسو مشر یا ایس ایس پي ظهور اپریدي رسنیو ته ویلي دا چاودنه د رکشې دسلینډر چاودیدو له امله شوې چې دپېښې سره سم پولیس اؤ د بم شنډونکی ځواک سیمې ته رسیدلی اؤ دپېښې پلټنې یې پیل کړي دي.
پولیسو اؤ د لیډي ریډنګ روغتون ویاند محمدعاصم خبریالانو ته منلې چې دې چاودنه کې ۶ تنه مړه او ۷ تنه ژوبل شوي دي.
دمرستندویه ادارې ۱۱۲۲سرچینو ویلي چې په وژل شویو کسانو کې درې پولیس افسران هم شامل دي.
په پېښور کې تر دې وړاندې هم وخت په وخت دګیس دسلینډرو چاودنې شوي چې پکې په لسګونو کسان وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.
تیرکال دمئ میاشت کې دپېښور په یو هوټل کې د ګیس سلینډر چاودنې د یوې کورنۍ پینځه غړي‌ وژلي وؤ.
دادان وزیري

Comments