پاکستان کې ځانمرګې برید 47 کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

comments 0

هندوکش – پښتونخواه: د پاکستان معتبره سرچینه ډان نیوز لیکي چې د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې ځانمرګي برید کې د عوامي نشنل ګوند یو مشر په ګدون 12 کسان وژل شوي او 35 نور ټپیان دي.
د سرچینې په لیکنه، په دې ځانمرګي برید کې د ګوند یو مشر هارون بلور چې له پېښوره صوبایي اسمبلۍ ته کاندید وو هم وژل شوې دې.
سرچینه زیاتوي چې چاودنه د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پیښور کې هغه مهال رامنځته شوه چې د عوامي نشنل ګوند ټاکنیزه غونډه روانه وه، پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې د دې ګوند یو مشر هارون بلور دریځ ته د وینا لپاره د نیږدې کېدو سره سم پرې چاودنې کیږي.
سرچینه واي چې چاودنې سره سم بلور ټپي کیږي او روغتون ته لېږدول کیږي خو په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکوي.
په دې پيښه کې د نوموړي په ګډون ۱۲ تنه نور ووژل شول او لږ تر لږه ۳۵ نور ټپيان دي.
د بم شنډونکي ځواک یوه افسر شفقت ملک رسنیو ته ویلي، د بریدګر واسکټ کې نژدې یو کیلوګرام چاودیدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو.
هارون بلور له دغې سیمې صوبايي اسمبلۍ ته کاندید و، نوموړی د عوامي نشنل ګوند د یوه مشر بشیر بلور زوی و، چې ۲۰۱۲ کال کې همدې پېښور کې د یوې غونډې پر مهال د ځانمرګي برید پایله کې وژل شوی و.
د ۲۰۱۳ کال ټاکنیز کمپاین پر مهال د عوامي نشنل ګوند کارکوونکي او کاندیدان په نښه شوي وو.
دادان وزیري

Comments