پاکستان کې په یوه وسله‌وال برید کې یو مذهبي مشر ووژل شو

comments 0

هندوکش ــ پاکستان: د پاکستان پولیس د پلازمېنې اسلام‌اباد په یوه څنډه کې په یوه وسله‌وال برید کې د یوه مذهبي مشر د وژل کېدو خبر ورکوي.
پولیسو وویل، په دې پېښه کې چې د شنبې په ورځ د بهارا کاهو په سیمه کې شوې، له مفتي اکرام‌الرحمن سره د هغه ۱۳ کلن زوی او یو زده‌کوونکی هم وژل شوي دي.
د پولیسو په وینا وسله‌والو په مفتي رحمن هغه مهال برید وکړ چې د خپل موټر پر لور روان و.
تر اوسه چا یا کومې ډلې د دغه برید مسؤلیت نه‌دی اخیستی.
اکرام‌الرحمن د مولانا فضل‌الرحمن په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام په ګوند پورې تړلی و. مولا فضل‌الرحمن د اپوزېسیون د ۱۱ ګوندي ائتلاف چې هدف‌یې د حکومت نسکورول دي، مشري کوي.
فروزان سیرت

Comments