پاکستان کې په پولیسو خونړې برید شوې دې

comments 0

هندوکش – پاکستان : د چمن کې په پولیسو ځانمرګې برید له امله درې تنه مړه او څه باندې ۲۰ تنه تپي شوي دي.
پاکستانې رسنیو نه په خپور شوي خبرونو کې راغلي چې دغه برید د پاکستان د چمن ښار د عیدګاه په سیمه کې په بوغرا روډ باندې د پولیسو په یو مشر شوې چې له امله يي د پولیسو مشر په ګډون ۳ تنه مړه او تر شلو تنو ډیر ټپیان شوي دي.
پولیسو له سیمې نه رسنیو ته ویلي دي چې ځانمرګی برید د موټر سایکل پر مټ شوی دی . ځانمرګی برید کوونکی چې په موټر سایکل سپور وو د بوغرا روډ په سیمه کې د پولیسو د مشر د موټر ترڅیرمه ځان ولوزو.
پولیس وایي چې مشر یې په چاودنه کې سخت ټپي شوی وو چې وروسته يي په روغتون کې ساه ورکړه. پدې پیښه کې تر شلو ډیر کسان ټپیان شوي دي چې ځینو روغتیايي حالت يي ښه ندی.
د شوي برید مسئولیت تر اوسه پورې کوم شخص یا ډلې په غاړه ندی اخیستی.
فریده خپلواک

Comments

Leave a Reply