پاکستان کې نا معلومه وسله والو دوه ښځې په ډزو وژلي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: پاکستاني رسنیو نه په خپور شوي خبرونو کې راغلي چې د یاد هیواد په کویتې ښار کې نا معلومو وسله والو دوه ښځې په ډزو وژلي دي.
د رسنیو په وینا،وسله والو یوه مېرمن او د هغې لور په دې خاطر وژلي چې په کوېټه کې یې د پولیو پرضد کمپاین کې برخه اخیستي وه.
د یاد ښار پولیس وایي، ، پنځوس کلنه سکینه او د هغې شل کلنه لور الیزه هغه مهال د دوو موټرسایکل سپرو وسله والو کسانو په ډزو ووژل شوه چې، د پولیو پرضد د واکسین څاڅکي یې ماشومانو ته ورکول.
د دې برید مسؤلیت تراوسه کومې ډلې نه دې اخیستې.
خو دا په داسې حال کې ده چې تردې مخکې وسله والې ډلې د پولیو د کمپاین پر کارکوونکو او د هغو پر امنیتي کسانو وخت ناوخت حملې کړي او دیرې یې وژلي دي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply