پاکستان کې سیاسي کرکیچ له امله ۴٠٠ میلیارده روپۍ پاکستاني پانګوالو ته تاوان رسیدلې دې

comments 0

هندوکش – پاکستان: پاکستان کې سیاسي کرکیچ منځ ته راغلي چې له امله یې پانګوال ستونزو سره مخ شوي دي
پاکستاني رسنیو نه په خپور شوي خبرونو کې راغلي چې د نواز شریف پر زامنو هر یو حسین نواز، حسن نواز او د نوموړي لور مریم نواز فساد تو لګول شوې دې.
ویل کیږې پاکستان کې سیاسي حالاتو له وجهې د پاکستان اسعارو مارکیټ له کړکیچ سره مخ شوې او پانگه والو د اسعارو د بیو د غورځیدو له کبله په یوه ورځ کې ۴٠٠ میلیارده پاکستانې روپې تاوان کړی دی.
پاکستان میشت سیاسي او پوځي کارپوهان کارپوهان روان سیاسي حالات مارکیت سره تړلې بولي او وايي پر صدراعظم نواز شریف د فساد وروستیو تورونو، د اسعارو بازار بې ثباته کړی دی.
اوس مهال ویل کیږي چې د پاکستاني روپۍ ارزښت هم د ځینو بهرنیو پیسو په وړاندې راټیټ شوی او دا مهال یو امریکايي ډالر څه دپاسه ١٠٥ کلدارو پلورل کیږي.
مزمل حسن د پانگه اچونې او مالیاتو یوې کمپنۍ غړی وایي تر هغه چې د سیاسي حالت تگ لوری نه وي څرگند شوی پانگه والو ته به نور زیان هم ورسیږي. د هغه په وینا سیاسي حالاتو د پاکستان پر بازار بد اثر اچولی دی.
ښاغلی حسن وایي که وضیعت همداسې نور هم خراب شو کړکیچ به رامنځ ته شي او پانگه وال به نور هم وځپل شي.
د پاکستان د سترې محکمې گډې تحقیقاتي ډلې خپل رپورټ د دوشنبې په ورځ سترې محکمې ته وړاندې کړی دی او پکې راغلي چې نواز شریف، او د هغه په دوو زامنو حسین نواز او حسن نواز او د هغه په لور مریم نواز فساد تورونه لګول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې نړیوال او په ځانګړې توکه امریکا متحده ایالاتو پر پاکستان او د نواز شریف پر حکومت تورونه لګولي چې نړیوال ته صادق نه دي او سیمه کې ترهګرو نه ملاتړ کوي.
په دې اړه بیا تر اوسه نواز شریف او د نوموړي فامیل څه نه دي ویلي.
فضل احمد (الکوزې)

Comments

Leave a Reply