هندوکش – پاکستان: په پاکستان کې د پښتنو لاریونونو څه له پاسه یوه اونۍ وشوه.
په دغو لاریونونو کې د خیبر پښتونخوا مخور مشران او د بیلابیلو سیاسي ګوندونو غړي راټول شوي او د حکومت پر ضد شعارونه ورکوي.
لاریون کوونکي د وزیرستاني زلمي د قاتلانو د محاکمې ترڅنګ د خپلو نورو حقونو غوښتنه هم کوي.
په پلازمېنه اسلام اباد کې د روانو لاریونونو ګډونوال وايي د ترهګرۍ تر شا د پاکستان استخباراتي ادارو او پوځ لاس دی.
دغه لاریونونه له قبایلي سیمو پیل شوي چې اوس تر کراچۍ او اسلام اباد رسیدلي او د ټول پښتون قام د حق غوښتنه کوي.
فروزان سیرت
پاکستان کې د پښتنو اعتراضونه په پراخیدو دي

Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.