پاکستان کې د ملکي وګړو د الوتکې غورځېدو پېښه کې ۹۷ کسان مړه شوي دي

comments 0

هندوکش ـ پاکستان: د پاکستان کراچۍ ښار هوايي ډګر ته څېرمه د ګڼ مېشتې سیمې کورونو په منځ کې یوه ملکي الوتکه غورځېدلې ده.
د پاکستان هوايي چلند ادارې دا ایربس ۳۲۰ ډوله الوتکه له لارهوره ښار څخه کراچۍ ته پر لار وه، چې وغورځېده.
د سند صوبې عامې روغتیا چارواکو تر اوسه د ۹۷ کسانو مړینه تایید کړې ده. د دغې ادارې ویاند وايي، پېښه کې دوه کسان ژوندي پاتې شوي، خو په وینا یې وژل شویو کسانو کې تر اوسه یوازې د ۱۹ کسانو مړي پېژندل شوي دي.
چارواکي وايي، په الوتکه کې ۹۹ کسان ناست وو، چې د کریو یا خدمې اته کسان هم پکې شامل دي.
بل لور ته د پي ای اې یو ویاند وویل، په ظاهره د لنډینګ ګیر نه پرانیستل کېدو له کبله بېرته د پورته کېدو پر مهال غورځېدلې ده،
چارواکي زیاتوي، الوتکه په ګڼ مېشته سیمه کې لویدلې چې له کبله یې کورونو ته هم زیان اوښتی دی.
په ویډیويي رپوټونو کې لیدل کېږي چې د پېښې له ځایه لوګي پورته کېږي.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له هغو ټولو نړیوالو مشرانو مننه کړې، چې د دغې پېښې په هکله یې د خواشینۍ او خواخوږۍ پیغامونه لېږلي وو. پر خواله رسنۍ ټویټر یوه پیغام کې ښاغلي عمران خان ویلي، پاکستانیان د نړیوالې ټولنې د مشرانو ملاتړ او همکارۍ ته د قدر په نظر ګوري.
له دې مخکې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه ټویټر پیغام کې پر دغه پېښه خواشیني څرګنده کړې.
د ښاغلي غني په وینا په دې سخت ساعت کې افغانستان د پاکستان تر څنګ ولاړ دی.
چارواکو له خلکو غوښتي چې د پېښې ځای ته له ورتګه ډډه وکړي، چې د مرستې فعالیتونه له خنډونو سره مخامخ نه شي.
د کورونا وېروس له کبله تر دوو میاشتو پورې پاکستان کې پر الوتنو له بندیز وروسته دا وروستیو کې کورنۍ الوتنې پیل شوې.
دادان وزیري

Comments