پاکستان کې د ملا برادر او طالب جنګیالیو لیدنه؛ د قطر دفتر یې پر معاملو تورن کړی

comments 0

هندوکش ــ پاکستان: تازه په ټولنیزو یوه ویډیو لاس په لاس کیږي، چې د طالبانو ډلې مرستیال او د قطر سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر پاکستان کې د خپلو جنګیالیو، پوښتنو او انتقادونو ته ځواب وایي.
ویډیو کې ښکاري چې دغه لیدنه د شپې شوي، لیکوال او سیاسي څېړونکي نجیب ننګیال دغه ویډیو پر خپل فېسبوک خپره کړې او لیکلي یې دي: ” دا پاکستان دی. دا ملا برادر دی. دا ترې را تاو طالبان دي. خپلو جنګیالیو ته د زغم تلقین کوي. هغه جنګیالي چې افغانستان کې زخمیان شوي او درملنه یې پاکستان کې کېږي.”
ویډیو کې ملا برادر د یوې پوښتنې په ځواب کې وایي:”په دنیا کې څوک تاسو ته عوض نشي در کولی، د عوض امکان نشته، زما خو یو لاس دی، یو کس ته به یې ور کړم، ټولو ته یې نه شم ور کولی، د ټولو مریضانو څخه مې دا خواست دی، چې تکلیف وزغمئ.”
برادر چې کلونه پاکستان زندان ته اچولی و، او د يو ډېر غيرې انساني سلوک سره مخ شوی و اوس بيا د پاکستان په چکر‌ وتلی دی او په دې هېواد کې خپل پخواني يادونه تازه کوي.
برادر د ټپيانو پوښتنه کوي.
پاکستان تل له دې انکار کوي چې طالبان په دې هېواد کې شتون نلري خو اوس برادر په ښکاره د خپلو طالبانو د حالت پوښتنه کوي هغوی ته ډاډ ورکوي.
یاده دې وي، د طالبانو ټپيان د پاکستان د هرې صوبې په حکومتي روغتونونو کې تداوي کېږي او بدون له هېڅ ډول پاسپورټ ويزې فوراً دې هېواد ته پریښودل کېږي.
دادان وزیري

Comments