پاکستان کې د عوامي نیشنل ګوند مرستیاله: پاکستان کې باید تول هغه ترهګر وځپل شي چې پتنځایونه لري

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: د عوامي نیشنل ګوند مرستیاله آغلې بشرا ګوهر وایي که پاکستان افغانستان کې مداخلې نه لاس وانخلي نو د ترهګري په اور کې به ایره شي.
نوموړې وایي چې پاکستان اول نه تر اوسه کابل سره د سولې د ټينګښت او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخو کې پر خپلو ژمنو عمل نه دې کرې.
د عوامي نېشنل ګوند وتلې مرستیاله ګوهر د پاکستان پر بهرنيو سياستونو نیوکو سره وايي چې اسلام اباد دې د کابل په مقابل کې خپل سياستونه بدل کړي.
آغلې بشرا وایي ترهګر ښه او بد نه لري، نو ولې پاګستان اجازه ورکوي چې ترهګر د پاکستان پر خلاف وکاروي. د نوموړې په وینا، د پاکستان خلک له ترهګرو سره بې توپيره مبارزه غواړي او بايد ټولې هغه ترهګرې ډلې وځپل شي چې په پاکستان کې امن پټنځايونه لري.
نوموړې دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې پاکستان د ترهګرو د ملاتړ له امله د نړيوالو تر سختو فشارونو لاندې دی او په وروستيو کې د پاکستان پخواني سفير حسين حقاني ويلي وو چې په افغانستان کې د ثبات لپاره بايد پر پاکستان فشارونه ډېر شي.
فضل احمد الکوزې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply