پاکستان کې د طالبانو پانګونه او پایله./ عبدالمنان توحید یار

comments 0

دا اوس د طالبانو وسله والو ته هم مالومه ده چې مشرانو یې د پاکستان په بیلابیلو ښارونو کې پانګونه کړې او له دې پانګونې په منظم ډول د دوی کورنۍ او خپلوانو ته میاشتنۍ او کلنۍ ګټه ورځي.
د طالب مشرانو پانګونه په څو ډوله ده
لومړی دا چې ځینې طالب مشران ښکاره پانګونه لري او د وسله والو تر څنګ ان ټول خلک پرې خبر دي، دې پانګونې ته طالب مشران توجیه لري چې له پخوا یې پيسې درلودلې او پانګونه یې د پخواني تجارت ګټه ده.
دا پانګونې له بارګینونو رانیولې بیا تر پرپرټي یا ځمکو او کورنو پورې ده چې په خپل نوم یې ثبت ده او ګټه ترې اخلي.
دویم دا چې د ځینو طالب مشرانو پانګونه د بل چا په نوم ده، دا چې ځینې طالب مشران په خپله پانګونه ډار لري چې رسوا به شي او پيسو پوښتنه به ترې وشي، پانګونه یې پټه کړې او ګټه یې خپله اخلي.
له دې ډول پانګونې ځینې طالب مشران، پاکستاني چارواکي او طالب قومندانان هم نه دي خبر، لامل دا دی چې طالب پانګوال نه غواړي چې د جګړې له درکه په لاس راغلې پيسې یې ښکاره شي.
بل ډول پانګونه داسې ده چې د پاکستان استخباراتي ادارې ورته کړې، مثلا په جګړه کې یې ترې د یو هدف لاس ته راوړلو غوښتنه کړې او د دې هدف بدل کې یې موټر، کور، ځمکه او یا بل څه ورکړي دي، دا پانګونه د پاکستان د استخباراتي ادارې په کنټرول کې ده او هر کله یې چې خوښه شي، له طالب مشر یې راګرځوي.
تاسو ولیدل چې د طالبانو د مخکیني مشر ملا اختر محمد منصور پانګونه چې په کراچۍ ښار کې یې کړې وه، تر مرګ وروسته یې د پاکستان د ترهګرۍ ضد محکمې کنګل کړه او ټوله یې ترې وګرځولي.
داسې د نورو طالب مشرانو پانګونې هم خطر کې دي او هره ورځ په دې ګواښل کیږي، که طالب مشر په جګړه او سوله کې د پاکستان ګټې خوندې نه کړي، همغه ورځ یې پانګونه ترې ګرځول کیږي.
پورته درې ډول پانګونه چې مې د طالب مشرانو یاده کړه، دا پانګونه طالبان نه شي کولی چې بل هېواد ته انتقال کړي، یواځې یو ډول پانګونه چې دوی مستقیم بل تجار او یا پانګوال ته نغدې پيسې ورکړي، کاروبار د هغوی په نوم دی، دا پانګونه دوی له پاکستان بیرون هم ویستلی شي او کنګل کیدل یې هم ډير سخت دي.
یو څه کیږي چې پانګوال او کاروباري چې د طالب مشرانو پيسې ورسره دي، یا وتيښتي او پر دې پيسو منکر شي، ځکه هیڅ ډول سند یا د دوی منځ کې نشته او یا که سند وي، بیا هم طالب مشر دعوه نه شي کولی، ځکه ټول راز یې ښکاره کیږي.
طالب مشرانو دا پانګونه د مزدورۍ له کبله نه ده پيدا کړې، بلکې د افغانستان د جګړې په اوږدو کې یې له استخباراتي ادارو ترلاسه کړې، د پردیو اولادونو په سرونو او وینو یې دا پیسې ټولې کړي او خپلې کورنۍ او خپلوانو ته یې پرې ژوند جوړ کړی دی.
طالب مشرانو د افغانستان د جګړې له درکه ځان ښه یخ کړی او وسله وال یې د دې جګړې قرباني کړي او یا که سوله وشي، وسله وال به یې همداسې په تش میدان پاتې وي، خو د دوی ژوند او کاروبار به روان وي، هغه کاروبار چې د پردیو غریبو په اولاده او وینه یې جګړه کړی دی.

Comments