پاکستان کې د دیني مدرسې درې طالب‌ګوټو باندې جنسي تجاوز شوی

comments 0

هندوکش ــ پاکستان: د پاکستان مردان ښار اړوند په یوه دیني مدرسه کې د یادې مدرسې په دریو طالب ګوټو جنسي تېرې شوی دی.
ځايي سرچېنې وايي، دا پېښه څو ورځې وړاندې شوې، چې د پېښې په تړاو اوس د یادې مدرسې یو تن ډرایور د پولیسو له لوري نیول شوی دی. د سرچېنې د معلوماتو له مخې، د مدرسې په ډرایور اوس د ماشومانو د کورنیو غړیو عریضه کړی او د معایناتو په ترڅ کې ثابته شوې، چې د نوموړي کس له لوري پر یادو دریو کوچنیو ماشومانو جنسي تېرې شوی دی. د مردان د پوليسو مشر (ډي اېس پي) ګلشېد خان د یادې پېښې پر تائید سربېره ویلي، چې تورن کس يې نيولی او په ابتدايي طبي معاينه کې یې پر ماشومانو د جنسي تيري کېدل تاييد شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، لومړی ځل ندی، چې د پاکستان په کومه مدرسه کې د کم عمره ماشومانو سره د جنسي تېرې پېښه ثبت کیږي؛ مګر له دې وړاندې هم په دیني مدرسو کې د دا ډول لسګونه پېښو د رامنځ ته کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
دادان وزیري

Comments