پاکستان کې د حقاني شبکې پر پټنځای هوايي برید شوې

comments 0

0 Views

هندوکش – شمالي وزیرستان: د شمالي وزیرستان سیمه ییز چارواکي وایي چې د امریکا بی پیلوته الوتکو د حقاني شبکې پر یو پټنځاې برید کړې چې له امله یې د یادې ډلې غړي وژل شوي دي.
د ترلاسه شوي رپوټ له مخې د امریکا بې پیلوټه الوتکې د شمالي وزیرستان د ګورویک په سیمه کې په یو کور د توغندیو برید کړی دی.
د سیمې چارواکو په وینا، امریکايي بې پیلوټه الوتکې په یو کور دوه توغندي توغولي چې له امله يی درې تنه وژل شوي دي.
چارواکي زیاتوي چې پدې پيښه کې وژل شوي کسان د حقاني د شبکې غړي وو.
د ویلو ده چې د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ د افغانستان په اړه د نوې ستراتیژۍ د اعلانولو نه وروسته ویلي وو چې په پاکستان کې به د ترهګرو پر خلاف د هوايي بریدونو کچه لوړه کړي.
فروزان سیرت

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply