پاکستان کې د اوبو نشتوالى؛ قيامت ترې ٧ کاله ليرې دى

comments 0

هندوکش – پاکستان : د پاکستان يوې مشهورې ورځپاڼې ډان يو اوږد مطلب خپور کړى دى، چې په پاکستان کې د اوبو د کموالي او نشتوالي په اړه پکې ډېر په تفصيل سره خبرې شوي دي.
ليکوال ليکي، چې پاکستان په ١٩٩٠ کې د اوبو له کموالي سره مخ شو او په ٢٠٠٥ کې بيا د اوبو د نشتوالي سره مخ شوى دى، چې تر ٢٠٢٥ پورې به پاکستان کې د اوبو نشتوالى خپل اخري حد ته ورسېږي.
هغه ليکي، که چېرته په پاکستان کې په وخت د اوبو مديريت ونه شو، نو قيامت ته يواځې ٧ کاله پاتې دي.
که څه هم ياده مقاله يواځې د پاکستان دننه د اوبو په مديريت ليکل شوې ده، خو کله چې هم د پاکستان د اوبو خبره راځي، نو د افغانستان نوم به ورسره حتماً اخيستل کېږي. ځکه د افغانستان ډېرى اوبه ايران او پاکستان ته روانې دي، چې دلته يې هېڅ مديريت نشته.
په دې لړ کې د کونړ سيند او کابل سيند د يادونې وړ دي. کله چې هم په کونړ سيند د بند يا بل څه جوړولو خبره شوې ده، پاکستان مستقيماً د داسې هڅو او خبرو مخنيوى کړى دى.
د پاکستان تر ټولو لوى ښار کراچۍ ته د څښلو لپاره هم پاکې اوبه نه رسېږي او د ياد ښار اوسېدونکي د مردارو اوبو په څښلو باندې مجبوره دي. په دې لړ کې د کراچۍ خلکو ډېرى ځل لاريونونه هم کړي دي، خو هېڅ نتيجه يې نه ده ورکړې.
ليکوال په خپله مقاله کې تر دې پورې ليکلي دي، چې دولت دې دهقانان دې ته وهڅوي، چې د ګني او شولو له کرلو تېر شي، ځکه دا دواړه شيان ډېرې زياتې اوبه کاروي، نو دا موږ ته د ګټې پر ځاى تاوان رسوي.
په مقاله کې ليکل شوي دي، چې پاکستان د اوبو مديريت يواځې دعوې کوي او هېڅ عملي کار يې تراوسه پورې نه دى کړى. هغه په دې اړه هم ليکلي دي، چې د پاکستان د سترې محکمې قاضي د بندونو جوړولو اعلان وکړ او د چندو په راغونډولو يې پيل وکړ، چې د پاکستان لومړي وزير يې هم ملاتړ وکړ، خو دا د حل لار نه ده.
افغان دولت ته پکار دي، چې دې کار ته جدي پاملرنه وکړي، او پاکستان ته چې زموږ کومې اوبه روانې دي، د هغې د مديريت لپاره دې چټک ګامونه پورته کړي.
پاکستان د نورو ستونزو تر څنګ، د اوبو له ستر ګواښ سره هم مخ دى، هند خپلې اوبه ډېرې ښې مديريت کوي، که افغانستان هم د خپلو اوبو د مديريت لپاره لاس په کار شي، نو په پاکستان کې به په رښتيا هم ٧ کاله وروسته قيامت راشي.
سرچینه : خبریال

Comments