پاکستان کې دوه پرله پسې چاودنی شوي

comments 0

هندوکش – پاکستان: د پاکستان په بلوجستان ایالات کې پر امنیتي پوستو دوه پرله پسې چاودنو شپږو پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د پاکستاني رسنیو په وینا، چاودنه د بلوجستان ایالت په مستونګ ښار کې شوې ده.
د بلوچستان ایالت د ځايی چارواکیو په وینا دا پیښه تیره شپه په ناوخته ساعتونو کې د مستونګ ښار د کهد کوچه په سیمه کې د امنیتي ځواکونو په پوستنې شوې چې په پایله کې درې پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د پیښې نه وروسته ګن شمیر امبولانسونه او امنیتي ځواکونه سیمې ته راورسیدل.
په پاکستان کې په دې وروستیو کې ځانمرګي بریدونه ډیر شوي او د پوځي شنونکو په آند چې یاد بریدونه آی اس آی په لاره اچوي او په دې هڅه کې دي چې د نړیوال پام ځانته واړوي.
دادان وزیري

Comments