پاکستان کې برید تر شلو ډیرو ته مرګ ژوبله اړولې ده

comments 0

هندوکش – پاکستان: پاکستاني رسنیو نه په خپور شوي خبرونوکې راغلي چې په کوټه کې پر یوې کلیسا برید کې څلور تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.
د رسنیو په وینا، په دغه برید کې چې نن یکشنبه د بیتل میموریال متدویست پرکلیسا وشوه، لږترلږه دوو وسله والو پکې لاس درلود.
رسنۍ زیاتوي، یوه حمله کوونکي د کلیسا له دروازې سره چې په انګړ کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون شااوخوا ۴۰۰ کسان د کرسمس له جشن مخکې د یکشنبې د ورځې د مراسمو لپاره راټول شوي وو، ځان ته چاودنه ورکړه.
سیمې کې امنیتي چارواکو ویلي چې تر اوسه ددغې حملې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی او د پیښې ټپیان د کوټې لوی روغتون ته لیږدول شوي دي.
فروزان سیرت

Comments

Leave a Reply