پاکستان ډيورنډ فرضي کرښې ته څيرمه عملیات کول غواړي

comments 0

هندوکش – کابل: د رسنیزو معلوماتو پر بنسټ پاکستان غواړي د ډيورنډ فرضي کرښې ته څيرمه د ترهګرو ډلو پر ضد عملیات پيل کړي.

د دفاع وزارت د وياند مرستیال رادمنش رسنیوته ويلي دي چې پر پاکستان تر سختو فشارونو وروسته ياد هیواد د ورته عملیاتو هوډ لري.

نوموړی زياتوي چې په سرحدي سيمو کې زموږ عملیات دوام لري چې ترهګر سخت ځپل شوي دي او په کار ده چې پاکستان هم لاس په کار شي ځکه ټول ترهګرو  له پولې هغې غاړې ته په خوندي ځايونو کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان حکومت امریکايې هغو سناتورانو سره چې افغانستان ته هم راغلي ول هوکره کړې ترڅو د دیوړند کرښې دواړو غاړو ته د امریکا څارنې تر لاندې د ترهګرو پرضد عملیات ترسره کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply