پاکستان چمن کې د پوځ د اېستلو غوښتنه رد کړه

comments 0

0 Views

د پاکستان پوځ ویاند په وینا پاکستان نه غواړي لقمان او جهانګیر کلي نه خپل ځواکونه وباسي!
دا په داسی حال کې دې چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د چهار شنبې په ورځ غونده شوې وه چې له امله یې پاکستاني چارواکو د افغان حکومت غوښتنې ته رد ځواب ورکړ.
ویل شوي دي چې افغان لورې له پاکستان غوښتي وه ترڅو له سر شمیرنې مخکې د لقمان او جهانګیر کلې نه خپل پوځ وباسي. خو د پاکستان چارواکو ویلي چې دوی د کرښې د پاکستان لوري ته ځواکونه ځای په ځای کړي دي، ځکه یې اېستلی نه شي.
دا تاوتریخوالی له هغه وروسته رامنځ ته شو، چې د افغان چارواکو په وینا پاکستان د ډیورنډ کرښې افغان لوري ته د دوو کلیو سرشمېرنه پیل کړه.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ په چمن کې له نښتې وروسته د تګ راتګ لار هم تړل شوې ده.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply