پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې پر غورځنګ ډزې کړي

comments 0

هندوکش – شمالي وزیرستان: د پښتون ژغوړنې مشرانو په خپل فیسبوک او تویتر پاڼو کې لیکلي چې پاکستان پوځ د شمالي وزیرستان په میرعلي ښار کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ په احتجاج کوونکوو او پرلت والو باندې ډزې کړي او ګڼ شمېر کسان یې ټپیان کړي دي.
محسن داوړ د یاد غوځنګ یوه غړي پر خپل ټویتر پاڼې لیکلي چې، هغه د میرعلي د پرلت برخه والو سره روژه ماتی وکړ او بیا چې د پرلت برخه والو غوښتل چې له میرعلي څخه میران شاه ته مارش وکړي په هغوی باندې برید شوی دی.
ښاغلي داوړ لیکلي چې پوځ سیمه په ولکه کې اخیستې او د پرلت برخه وال یې نیولي دي.‌
یو شمېر راپورونه دا هم وایي چې پوځیانو د پرلت برخه وال د نیولو پر وخت وهلي ټکولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ، ویل کیږي چې د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې د پاکستان د حکومت پلوي طالبان چې د امنیتي ځواکونو او پوځ ملاتړ ورسره دی هڅه کوي چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ اورژبی مشر، علي وزیر، ووژني، خو فعالان وایي چې د پښتنو د بېلابېلو قومونو په زرګونو خلک د علي وزیر د کور خواوشا ته راټول شوي او نه پرېږدي چې ښاغلي وزیر ته څوک زیان ورسوي.‌
د غورځنګ یوه بل مشر ډاکټر سید عالم مسعود په یوه ویډیو کې چې داسې ښکاري تېر ماښام /د جون ۶مه/ د یوې غونډې برخه والو ته خبرې کوي، وایي، چې امنیتي ځواکونو د علي وزیر کور محاصره کړی، ګرځبندیز یا کرفیو یې لګولې او غواړي چې شپه په شپه نوموړی شهید کړي.‌
ښاغلي مسعود د غونډې له برخه والو نه ژمنه واخیسته چې د غورځنګ د هر مشر ژوند ته د پوځ، پوځي طالبانو له خوا د زیان رسېدلو په صورت کې به خپل جهاد ته دوام ورکوي او برخه وال یې په تودو احساساتو بدرګه کوي.‌
دادان وزیري

Comments